کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
په بدخشان کې د يوه ښوونځي نوې ودانۍ پرون پرانيستل شوه.
د بدخشان د پوهنې رياست وياند معراج الدين رحيمي باختر آژانس ته وويل: د آغاخان بنسټ د ٢٥٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د بدخشان د نسي درواز ولسوالۍ د کوز جامرچ د لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده.
هغه زياته کړه: دغه ودانۍ په يو پوړکې جوړه شوې ده چې ٩ درسي خونې او نور ضروري ملحقات لري او د دغه ښوونځي د اړتيا وړ ميزونه او څوکۍ هم برابر شوې دي.
ختم- ج – اکرم