ټولنه

په بدخشان کې د هيروئينو يوه کارخانه ويجاړه شوه

کابل / باختر/  دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د هيروئينو د توليد يوه کارخانه پرون د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې دپوځيانو په عملياتو کې ويجاړه شوه .
دغه کارخانه د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبينو له خوا د ارګو ولسوالۍ په توغ پاى کلي له منځه يوړل شوه.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ثناالله روحاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغې کارخانې څخه د ګازو٣ ډبې، تش بيلرونه، پلاستيکي تشتونه، د وسايطو د چک کولو يو ماشين، د هيروئينو د توليد يو ماشين او ٢٠ ګرامه نوشادر د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته