کابل باختر د ثور څلورمه :
په بدخشان ولايت کې اته تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدير سمونوال سيد نور الله احمدي د باختراژانس خبريال ته وويل چې ،دغه کسان په فيض اباد ښار کې په پرچون ډول د نشه يي توکو په پلورنې بوخت و چې، له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شول .
احمدي وويل چې، په بدخشان ولايت کې په نشه يي توکو روږدي کسان په ډيرې اسانى سره نشه يي توکي له پرچون پلورونکو څخه ترلاسه کوي .
ده وويل چې، په تېر يوکال کې د نشه يي توکو يو زيات شمېر قاچاق وړونکي نيول شوي دي او د هيروئينو د توليدولو څو کارخانې هم ويجاړې شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم