په بدخشان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول
کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
په بدخشان کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او دغې ډلې ته د سر زيان هم واوښت.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د بدخشان په جرم، بهارک او تګاب ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
نظري زياته کړه چې په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو تراوسه یې دقيق شمېر معلوم نه دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-شکريه -ا