امنیت

په بدخشان کې د شپاړلسو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
شپاړلس تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د بدخشان ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پرون سهار د دغه ولايت د وردوج ولسوالۍ د تيرګران په سيمه کې د پوليسو د ځواکونو په يوې قرارګاه بريد وکړ او د پوليسو له ځواکونو سره يې په نښتې لاس پورې کړ.
د بدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نورهم چې دقيق شمير يې معلوم نه دى؛ ټپيان شول.
ده وويل: په  تيرو دوو ورځوکې دا دويم ځل دى چې وسله وال طالبان په دغې قرارګاه بريد کوي او امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
دوه ورځې مخکې يوې ډلې وسله والوطالبانو د پوليسو په دغې قرارګاه بريد وکړ چې د پوليسو د مقاومت له امله په شاتګ ته اړ شول.
خو د ورودوج ولسوال پرون د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو له په شاتګ وروسته دغې قرارګاه ته څېرمه د سړک يوه برخه ويجاړه کړې او د بدخشان ولايت مرکز سره يې د دغې ولسوالۍ اړيکې شلولې دي.
د بدخشان د والي ويندوى وايي چې د دغه سړک د بيا پرانستلو لپاره زيات ځواکونه استول شوي دي او په عملي توګه کار دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته