اقتصاد

په بدخشان کې د زعفرانو اته زره کيلوګرام پياز وويشل شول

کابل باختر د تلې اوولسمه :
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو  او مالدارۍ رياست د زعفرانو اته زره کيلوګرامه پياز د دغه ولايت په بزګرانو وويشل .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې:
د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د خپلې هلې ځلې په دوام  د کوکنارو د کرکيلې پرځاى د زعفرانو د کرکيلې د رواجولو  په خاطر د زعفرانو اته  زره کيلوګرامه پياز له تخنيکي وسايلو سره يې دبدخشان په څلويښتو بزګرانو وويشل .
د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد عالم عالمي وويل چې د بدخشان  اوبه او خاورې د زعفرانو  د کرکيلې لپاره مساعدې دي او دغه مسئله بزګران په دې اړ کړي دي چې د زعفرانو  کرلو ته علاقمند شي .
ده وويل چې له څلورو کلونو څخه را پديخوا د زعفرانو د کرکيلې د رواجولو لپاره هلې ځلې دوام لري او همدا اوس په دغه ولايت کې  ٢٩ نمايشي قطعې جوړې شوې دي چې ټاکل شوې ده د نوي پياز په ويشلو سره دغه شمېر ٨٠ نمايشني قطعې ته لوړ شي.
هغه بزګران چې په بدخشان کې پخوا د زعفرانو کرکيله په نمايشي توګه تجربه کړې وه، وايي چې په بازارونوکې د دغه ولايت د زعفرانو کيفيت د پاملرنې وړ ګرځيدلى  دى او ښه محصولات يې ترلاسه کړي دي .
دبدخشان بزګرانو وويل چې په دغه ولايت کې د زعفرانو حاصلات د دې سبب شوي دي چې زياتره کسان د کوکنارو پرځاى د زعفرانو کرکيلې ته مخه  کړي .
   ختم _ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته