په بدخشان کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د جوړولو لپاره هلې ځلې
کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين په دغه ولايت کې د روږدوکسانو د درملنې د مرکزونو د جوړولو په لاره کې هلې ځلې کوي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکترې نوشين ګهر کريمي وويل چې د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست د روږديتوب له پديدې سره د اغېزمنې د رملنې په لاره کې هلې ځلې کوي چې د دغه ولايت په سرحدي ولسواليو او مرکزکې د روږدو کسانو د درملنې زيات مرکزونه جوړ کړي.
دې وويل چې اوس په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې څلور مرکزونه شتون لري، خو دغه مرکزونه کفايت نه کوي او په اشکاشم ولسوالۍ کې د يو بل مرکز د جوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
د بدخشان ولايت د عامې روغتيا د رياست مرستيالې زياته کړه : د اشکاشم او واخان په ولسواليو کې د ښځينه روږدو کسانو شمېر مخ په زياتيدو دی او موږ هلې ځلې کوو چې په يوه ولسوالۍ کې د روږدو کسانو يو مرکز جوړ کړو.
ختم_ ج _ اکرم