٥٥- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د بدخشان په تشکان ولسوالۍ کې د اوبو د برېښنا د يوې کوچنى شبکې د جوړولوکار بشپړ او نن پرانستل شوه.
د بدخشان د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول انجنير عبدالولي زاهد باختراژانس ته وويل چې دغه شبکه د ٢٣ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري چې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د څه د پاسه دوه نيموميليونوافغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
هغه وويل چې د دغې شپکې په پرانستلو سره د دغې ولسوالۍ يو زيات شمېرکورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې .
ختم_ج _اکرم
5 د یوې دقیقې څخه لږ