په بدخشان کې د استوګنې د ښارګوټي د جوړولو کار پيل شو
کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د بدخشان ولايت د فيض آباد ښار په شپږمه ناحيه کې د استوګنې د ښارګوټي د جوړولو کار نن پيل شو.
د دغه ښار ګوټى د بنسټ ډبره چې د عصمت الله خان په نامه نومول شوى دى؛ نن د سيد سادات منصور نادري له خوا کيښودل شوه.
سيد سادات منصور نادري د دغه ښارګوټي د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې وويل: دا د استوګنې لومړنى ښارګوټى دى چې د ښار جوړولو په لوړو ملي معيارونو سره جوړيږي.
د بدخشان ولايت د ښارجوړولو د چارو رييس ظاهر يعقوبي وايي: دغه ښارګوټى په ٦٥ جريبه ځمکه کې جوړيږي چې د استوګنې ٢٠٤ نمرې لري او په ملي معيارونو او د ښارجوړولو په ستندردونو سره جوړيږي او د کاناليزاسيون په سيستم به سمبال وي.
د ده د څرګندونو له مخې: هره نمره څلور بسوه ده چې د استوګنې په نمرو سربېره تجارتي او د استوګنې لوړ پوړيزي ودانۍ، شنه ساحه ، جومات، کلينيک او د وسايطو تمځاى هم پکې په پام کې نيول شوي دي.
د ښارجوړولو د چارو وزير د بدخشان ولايت ته د خپل سفر هدف د فيض آباد دښار او د جرم، بهارک ،کشم او د اشکاشم د ولسواليو د ماسترپلان جوړول وبلل او ويې ويل چې په دې اړوند به کار وشي.