په بدخشان کې دښوونځي دجوړولو کار پيل شو . .
کابل _ باختردثور اوولسمه :
دبدخشان ولايت دارغنج خوا ولسوالۍ دسمندره دکلي دمنځني ښوونځي دجوړولو کار نن پيل شو .
دبدخشان ولايت دپوهنې رياست ويندوى باختراژانس ته وويل، دغه ودانۍ دالمان ددولت په مالي مرسته ديو سلو پنځوسو زرو ډالرو په لګښت داغا خان موسسې له خوا ديو جريب ځمکې په ساحه کې جوړيږي .
ده زياته کړه، په دې ودانۍ کې شپږ درسي او دوه اداري خونې او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې يو پوړ يې په شپږو مياشتو کې جوړيږي .
ويل کيږي چې په دې ښوونځي کې دنجونو اوهلکانو په ګډون څه دپاسه اووه سوه تنه زده کوونکي په دوو وختونوکې زده کړه کوي چې همدا اوس دځاى دکمښت له ستونزو سره مخامخ دي .