په بدخشان کې دچاودنې له امله اته تنه شهيدان شول اوڅلويښت تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دبدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې دچاودنې له امله اته تنه شهيدان اوڅلويښت تنه نور سخت ټپيان شول .
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد فروتن  دباختراژانس خبريال ته وويل چې يو ماين په يوموټرسايکل  کې ځاى پرځاى شوي و  او موټرسايکل   دوسله والو طالبانو له خوا دکشم ولسوالۍ دمرکز په مشهد چوک کې درول شوى و  چې دغه توکي نن له غرمي  مخکې په لسو بجو وچاوديد  او له امله يې زموږ اته تنه هېوادوال شهيدان او څوارلس تنه نور ټپيان شول
دکشم دروغتون آمر ډاکترجميل  سلطاني وويل دهغو ټپيانو شمير چې روغتون ته ليږدول شوې وو څلويښت تنه وو چې له دې جملې څخه اته تنه شهيدان شوي او يوشمير ټپيان چې روغتيايي حالت يې خراب بلل  شوي و دتخار ولايت  روغتون ته وليږدول شول او نور دبدخشان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي او يوشمير نور يې له علاج او درملنې وروسته دهغوى دخپلوانو له خوا کورونو ته يې ليږدول شوي دي او ويل کيږي چې ښايي دسردزيان شمير زيات شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته