کابل باختر دوري اوولسمه
په بدخشان ولايت کې ديو ځانمرګي بريد له امله دسيمه ئيزو پوليسو ديو مسوول په ګډون درې تنه ووژل شول او څه ناڅه اوولس تنه ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې وروسته ددوه بجو په شاوخوا کې دکشم ولسوالۍ د تګ راتګ له ګڼه ګوڼې ډک بازار کې شوې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې ددغې پيښې په قربانيانو کې ددغې ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان نازک مير هم شامل دى .
دغه پيښه له هغې وروسته وشوه چې يو يرغلګر بم ايښودونکې دکشم په بازار کې دسيمه ئيزو پوليسو دغه قوماندان ته څيرمه ځان وچاوه .
دکشم ولسوالۍ يو مسوول امام الدين فاروقي باختر اژانس ته وويل چې په دې ځان مرګي پيښه کې قوماندان نازک مير ، دده يو ساتونکې اويوملکي وګړي وژل شوي دي او ددريو تنو امنيتي ځواکونو او څوارلسو تنو ملکي وګړو په ګډون څه ناڅه اوولس تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې دوه تنه ماشومان هم ددغې پيښې ټپيان دي .
په همدي حال کې دکشم په ښار کې ديو روغتيايي مرکز او دفيض اباد ښار د روغتون ډاکترانو ددغې پيښې دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بولي
له بلي خوا دبدخشان ولايت دکشم ولسوال عبدالسلام پيمان باختر اژانس ته وويل چې ديرغلګر هدف دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان نازک مير و
دسيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان ټيک دوه مياشتي مخکې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکشم ولسوالۍ دخم بک دکلي له پاکولو وروسته خپل ځواکونه په دغه سيمه کې ځاى پرځاى کړي و .