په بدخشان کې ديوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
يوولس تنه وسله وال  طالبان په بدخشان ولايت کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
  په دغو جګړه مارانو پرون  دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اوبهرنيو ځواکونو له خوا بريد وشو اوووژل شول .
  باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ، په وژل شويو کسانو کې  دوسله والو طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان هم شامل دى .
ناټو وايي دغو جګړه مارانو يو لړ تروريستي بريدونوته  ځانونه چمتو کول چې  بريد پرې وشو اوووژل شول .
پوځيانو  ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو دوه پټنځايونه له منځه وړي دي او دهغوى دجنګي وسايلو يوه ډيپو يې ترلاسه کړې ده .
دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې دتروريستي ډلو له دې جملې څخه دوسله والو طالبانودشتون او فعاليت دزياتوالي ډګر و .
دغو ډلو په  تير په يوکال کې په دې سيمه کې په لسګونو خونړيو تروريستي پيښو ته سازمان ورکړي دي له دغو پيښو څخه يوه هم ددوه ويشتو تنو افغان سرتيرو تښتول و  چې په پاى کې شپاړس تنه يې دطالبانوله خوا په ډزو سره ووژل  خو  په وردوج کې  ددغو سترو پوځي عملياتوپه بهير کې  په لسګونو وسله وال طالبان يا وژل شوي يا ټپيان اوياهم نيول شوي دي، ددغې سيمې اوسيدونکي وايي زياتره طالبان دافغان ځواکونو دعملياتو په بهير کې غرونو ته تښتيدلي دي اوهره شيبه دهغوى دبيرته ستنيدو امکان شته .
له بله پلوه ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تخار ولايت کې دڅلورو تنووسله والو طالبانو دنيولو خبر ورکړ .
دغه جګړه ماران نن سهار درستاق  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اوبهرنيو ځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته