په بدخشان کې دوه تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د وري لسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بدخشان ولايت کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري د باختراژانس خبريال ته وويل: کله چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په پوستې دبريد نيت درلود .
پوليسو ددغه بريد دشنډولو په ترڅ کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل او څلور تنه نور يې ټپيان کړل .
حيدري زياته کړه چې ددغه بريد په بهير کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .