ټولنه

په بدخشان کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام دطبيعت سمسورتيا او د آخرت اجر په شعار سره پيل شو

کابل باختردکب دمياشتې ١٦:
د بدخشان ولايت د کرنې او اوبولګولو رياست له خوا د نيالګيو د ايښودلو پروګرام پرون د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
د بدخشان والي احمدفيصل بيګزاد د نيالګيو د ايښودلو په مراسموکې د يوه نيالګي په ايښودلوسره وويل: په هېوادکې د نيالګيو د ايښودلو فرهنګ په  حقيقت کې د ژوندانه د چاپيريال د پاکوالي او سمسورتيا په خاطر پانګونه او د هېواد  د راتلوونکو نسلونو لپاره سترميراث دى او بايد دغه فرهنګ ترويج کړو.
دغه راز د بدخشان ولايت دکرنې او اوبولکولو رئيس انجنير محمدعالم عالمي په  خبروکې وويل: په رسمي ډول اوس د کرنې او اوبو لګولو رياست له خوا اود همکارو موسسو په مرسته د بدخشان ولايت په بېلابېلو ساحوکې کابو ١٠٠ زره نيالګي ايښودل کيږي او دکرنې او اوبولګولو رياست د ارقاموله مخې په تيرو کلونوکې څه ناڅه يومليون ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي د خلکو او بڼوالو له  خوا ايښودل کيدل، خو په روان کال کې دغه شمېر دوه برابره شوى دى او دوه مليونه  نيالګي د بدخشان ولايت په بېلابېلو ساحوکې ايښودل کيږي.
د بدخشان ولايت د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رئيس غلام نبي سرفراز د ژوندانه  د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مطبوعاتي اعلاميه د غونډې برخه والو ته ولوستله  چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: دطبعيت سمسورتيا، د آخرت اجر، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې سږنى شعار دى او له درنو عالمانو، د جوماتونو له خطيبانو، پوهانو، رسنيو او له مخابراتي کمپنيو څخه يې وغوښتل چې د نيالګيو دايښودلو دمراسمو په لاره کې تبليغ وکړي  چې خلک  دخپل هېواد په سمسورتيا کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته