کابل باختردزمري دمياشتې٢٥نيټه :
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د يوې اوونۍ په بهير کې يوسلو پنځه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد صابر آرين د باختراژانس خبريال ته وويل ؛ دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې د بدخشان ولايت دارګو او درايم په ولسواليو کې دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې پوليسو يوسلو پنځه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي .
ده وويل ددغې قضيې په اړوند درې تنه له دريو ليږدونکو واسطو سره يې نيول شوي او قضيه دپوليسو تر څيړنې لاندي دي .
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ