کابل باختر د ثور اتلسمه :
په بدخشان کې دغونډۍ دښوئيدو زيانمنوکسانو لپاره دقندهار دخلکو مرستې ورسيدې .
دغه محموله چې خوراکي توکي پکې شامل دي ترسبا پورې به ددغې پيښې دقربانيانو او زيانمنو شويوکسانو درې سوو کورنيو ته وويشل شي .
دخوراکي موادو ددغې مرستې ټول لګښت اووه مليونه افغانيو ته رسيږي
دښادمن ګام دخيريه ټولنې يومسوول دباخترخبري اژانس ته وويل چې دخوراکي موادو دغه محموله دخلکو اوځينو سوداګرو په پيسو برابره شوې ده داپه داسې حال کې ده چې په بدخشان کې دغونډۍ دښوئيدو دپيښې زيانمنو شويو ته دمرستې بهير ورځ په ورح زياتيږي .
دغزني خلکو په تازه اقدام کې له زيانمنو کسانو سره د نهه مليونو افغانيو نغدو پيسو مرسته کړې ده دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ داب باريک په نامه داستوګنې په سيمه دغونډۍ دښوئيدو په پيښه کې دښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو کسان په خاورو کې ښخ شول .
0 1 دقیقه لوستل