ټولنه

په بدخشان کې دسېلاونو دراوتلو له امله درې تنه ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
په بدخشان ولايت کې  دوروستيوسېلاونو دراوتلو له امله  درې تنه ووژل شول او په لسګونو جريبه ځمکه ويجاړه شوه .
  دبدخشان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس عبدالله همايون دهقان دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دغه سېلاونه ددغه ولايت دشهر بزرګ ، کشم  ، تشکان ، او دارګو په ولسواليو کې له سختو اورښتونو وروسته  راوتلي دي چې له امله يې درې تنه وژل شوي  او د کرنې په لسګونه جريبه ځمکه ،  دميوو يوشمير بڼونه ، او په لسګونه کيلومتره سړکونه ويجاړ کړ.
ده  څرګنده کړه چې اوس ددغوولسواليو  مواصلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته