کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
دتيرو کلونوپه پرتله په بدخشان کې دګرځندويانو شمير زيات شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دبدخشان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست دګرځندوى آمر صديق لعل زاده پرون په يوه خبري غونډه کې په دغه ولايت کې دګرځندوى دحالت دښه والي خبرورکړ او ټينګار يې وکړ چې په بدخشان کې دگرځندوى حالت مخ په ښه والى دى .
ده وويل چې په دغه ولايت کې دتيرو کلونو په پرتله د ګرځندويانو شمير زيات شوى دى او په تيرکال کې څه دپاسه څلوروزرو تنوکورنيو ګرځندويانو او يوسلو شپږ ديرشو تنو بهرنيو ګرځندويانو ددغه ولايت توريستي سيمې کتلي دي
دبدخشان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دګرځندوى آمر وويل ليدل کيږي چې له بدخشان سره دبهرنيوګرځندويانو ليوالتيا دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي .
لعل زاده وويل چې تيرکال بدخشان ته دبهرنيو ګرځندويانو دسفر له درکه کابو دوه زره امريکايي ډالره دسيمې داوسيدونکو په جيبونو کې لويدلي دي .
ده وويل چې په بدخشان کې دګرځندوى دحالت ښه والي کيداي شي ددغه ولايت دګرځندوى دسيمو داوسيدونکو په اقتصاد مثبته اغيزه ولري .
ده زياته کړه چې په دې وروستيو وختو کې غير دولتي بنسټونه دهوټلونو او دلارښودو داستخدام او داستوګنې دځايونو په جوړولو سره دګرځندوى د حالت دښه والي لپاره په دې بريالي شوي دي چې دګرځندويانو پاملرنه دغه ولايت ته جلب کړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل