په بدخشان کې درې کان کېندونکي مړه شوي دي
کابل/ د کب ٢ مه / باختر
د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې درې کان کېندونکي د کان د يوې برخې نړېدو په پېښه کې مړه شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي باخترآژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده .
د هغه په وينا، دغه کسان د راغستان ولسوالۍ په “زرنداب” کان کې د سرو زرو اېستلو پر مهال مړه شوي دي.
\ ذ