په بدخشان کې درې اعتراض کوونکي ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر
د بدخشان د فيض آبادښار د خلکو په اعتراض کې درې تنه ووژل شول او ١٤ تنه نور ټپيان شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغو اعتراض کوونکو چې نن سهار د بدخشان د مرکز د فيض آباد د نوي ښار د سنګ مهر له ډګر څخه د والي د دفتر پر لور د (موږ اوبه، برېښنا او امنيت غواړو) په شعارونو سره روان وو چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول او اعتراض په تاوتريخوالي واوښت چې له امله يې ٣ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
اعتراض کوونکي وايي چې د دوى اعتراض په سوله ييز ډول دوام درلود، دوالي دفتر ته نه وو رسېدلي چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول او پر دوى ډزې وشوې.
په همدې حال کې د شهيد استاد رباني د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر شفق الله همدرد وايي چې تراوسه ١٤ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي او د يوه سپين ږيري ټپي روغتيايي حالت خراب دى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته