په بدخشان کې اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن پر۱۹۹ بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د باختر آژانس د سیمه یيز خبریال د خبر له مخې؛ دغې ادارې پر۱۹۹ اړو او بې ځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
ویل کېږي په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو وریجې، ۱۴ کیلو مکروني، ۷ کیلولوبیا، ۲ کیلو چای، رُب، ۷کیلو بوره، یو بړستن او یوه شړۍ ووېشل شوه.
د بدخشان پر نورو اړو کورنیو د مرستې د وېش بهیر دوام لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته