امنیت

په بدخشان ولايت کې د وسله والو طالبانو او د پوليسو د ځواکونو ترمنځ نښته کې د پوليسو يو افسر او څلور تنه طالبان ووژل شول

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال جهانګيرکرامت وايي چې وسله والوطالبانو تېره شپه د يمګانو ولسوالۍپه څوسيموکې له امنيتي ځواکونو سره نښتې وکړې.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغې نښتې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان او د پوليسو يو افسر ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
کرامت زياته کړه چې وسله والوطالبانو له جرم ولسوالۍ څخه د يمګانو په ولسوالۍ بريد وکړ او بريد يې په شاوتمبول شو او تيښتې ته اړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته