په بدخشان ولايت کې دترانسپورتي لارو دپاکولو پروګرام دوام لري .
کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
دبدخشان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دکليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام له خوا ددغه ولايت په اتلسو ولسواليو کې دترانسپورتي لارو دپرانستلو په مقصد دواورې پاکولو پروګرام دوام لري .
دبدخشان ولايت دفوايد عامې آمر انجنير محمد رفيق شيرزاد باختر اژانس ته وويل : په شپږ و ولسواليو کې دواورې پاکولو پروګرام دسيمه ئيزي پرمختيا له شوراګانو سره دڅه دپاسه څلورو مليونو نهه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت قرارداد شوي دي چې دژمې په موسم کې دبدخشان ولايت دولسواليو مواصلاتي لارې دزيات وخت لپاره تړلي پاتي نه شي .
دبدخشان ولايت دکليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام مسوول انجنير همايون وايي چې ددغه ولايت دکليوالي لارو دجوړولو پروګرام دتشکان ، شهيدانو ، کشم ، اشکاشم ، شغنان ، بهارک ، کوزيفتل ، خاش ، ارګو ، ياوان ، نسي، خواهان اود شهر بزرګ دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز فيض اباد ښار دمواصلاتي لارو دپاکولو چارې په غاړه اخستي دي او په دې اړوند له سيمه ئيزي شوراګانوسره قراردادونه لاسليک شوي دي .
ده زياته کړه دسيمې شوراګانې له لاسليک شويو قراردادونوسره سم دژمي په بهير کې مسووليت لري چې په اتلسو ولسواليو کې دژمې په موسم کې يو سلو نوى کيلومتره سړکونه پرانستي وساتي .
همايون زياته کړه چې په بدخشان ولايت کې دواورې پاکولو پروګرام دنورو ولايتونو په نسبت ددغه ولايت د غرني والې په خاطرزياتي بودجي ته اړتيا لري او موږ هلې ځلې کوو چې په ژمي کي مواصلاتي لاري دترافيکو پرمخ پرانستې وساتو .چې ديو کيلومترسړک دپاکولو کار دلسو زرو افغانيو په بدل کې له سيمه ئيزي شورا سره قرارداد شوي دي .
دبدخشان ولايت دفوايدعامي آمر انجنير محمد رفيق شيرزاد وايي چې دارګو ، شهر بزرګ ، کوزيفتل ، خاش ، وردوج او د ارغنج خوا دولسواليو دواټونو او لارو دپاکولو کار ددغو ولسواليو له سيمه ئيزو شوراګانو سره هم قرارداد شوي دي او دشغنان ، ياوان ، کوهستان او دراغستان مواصلاتي لاري دواوري دسختو اورښتونو له امله امکان نه لري چې د ١٣٩٢ کال دثور ترمياشتي پوري پاکي شي . او له دې امله ددغو ولسواليو مواصلاتي لارې هرکال دثور ترمياشتې پوري تړلي وي .
دشهر بزرګ ولسوالي دپرمختيايي شورا رييس فيض الرحمن وايي چې تيرکال مولس کيلومتره سړک دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دکليوالي لارو دجوړولو له پروګرام څڅه دڅلورو زرو افغانيو په لګښت پاک کړي و چې په دې اړوند قومي اشر هم شوي و .