په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي
کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
په بدخشان ولايت کې د بې کيفيته او تېر تاريخ خوراکي توکو د راټولولو بهير نن پيل شو.
د بدخشان والي دباختر آژانس خبريال ته وويل: يوشمېردُکانداران د خپلو شخصي ګټو په خاطر بې کيفيته او تېرتاريخ خوراکي توکي له مرکز او د هېواد له نورو ولايتونو څخه په ارزانه بيه لپاره پيري او د بدخشان په بازارونوکې يې خلکوته وړاندې کوي چې د دغه ولايت بې وزلي او ناداره خلک هغه پيري او په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي.
ده زياته کړه چې دغه پروګرام دعامې روغتيا رياست او د عدلي او قضايي بنسټونو په همکارۍ په فيض آباد ښار کې پيل شوى دى او د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې تطبيقيږي.
پاى ذکرالله