په بامیانو کې د ښځینه سوداګرو لپاره یو سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو
کابل، د غبرګولي ۲۲ مه، باختر
د بامیانو ځايي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز اړوند د عیسی خان په فامیلي پارک کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه سوداګرو لپاره د یو سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي محمود الحسن منصوري د د باختر اژانس خبریال ته وویل،چې په دغه مارکېټ کې د ښځینه سوداګرو لاسي صنایع، افغاني جامې، خامک دوزي، افغاني ګنډ، مېناتوري اثار، وطني غالۍ او نور اړوند توکي د پلور لپاره وړاندې شوې دي.
ورته مهال په بامیانو کې د کډوالو په چارو کې د نړیوالې ادارې د دفتر مشر محمد اشرف نیازي وویل، چې په یاد مارکېټ کې ۱۸ پلورنځیونه، یو هوټل او پراخه شنه ساحه شتون لري چې د ښځينه سوداګرو د صنعت د ودې لپاره جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې هم دې ته ورته ښځینه سوداګرو ته د بامیانو د مرکز په غلغله سیمه کې د لاسي صنایعو د پلورلو یو بازار پرانیستل شوی و.