په باميان کې دخپلې ميرمنې دوژنې په اړوند ديوه سړي نيول کيدل

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
دباميان پوليسو  يوسړي دخپلې ځوانې ميرمنې دوژنې په اړوند دباميان ولايت په مربوطاتو کې ونيوه .
دغه سړى له هغه وروسته چې خپله ميرمن يې دسمنګان په ولايت کې ووژله دباميان ولايت ته تښتيدلى و .
دسمنګان ولايت امنيه قوماندان  سمونوال عبدالله ګارد باختراژانس ته وويل چې مقتولې دوه کاله مخکې له دغه سړي سره چې دباميانو ولايت دکهمرد ولسوالۍ اوسيدونکى دى واده کړى و اويوماشوم يې درلود .
ده وويل چې دغه سړى خپله ځوانه ميرمن پرون دسمنګان ولايت دروي دواب  په ولسوالۍ کې دچړې په  ګوزارونو سره ووژله اوله سيمې څخه وتښتيد.
سمونوال ګارد زياته کړه چې دسمنګان پوليسو دقاتل په تعقيبولو  لاس پورې کړ او هغه يې دباميان ولايت دکهمرپه ولسوالۍ کې ونيوه .
دسمنګانو ولايت دښځو دچارو رييسې ګلالۍ ساپۍ  دقاتل نيونه تاييد کړه او ويې ويل چې هغه دپوليسو دهڅو له امله کهمرد  په ولسوالۍ کې ونيول شو.
ساپۍ دخپل ميړه په واسطه ددغې ميرمنې وژنه وغندله او له عدلي او فضايي بنسټونو څخه يې دقضيې عامل  ته دسختومجازاتو غوښتنه وکړه .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته