په باميانو کې د ۲۲۰زره ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د باميانو د مرکز اړوند د (دهن اهنګران) په سيمه کې د ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د يوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او نن د دغه ولايت د والي او نورو ځايي چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت اللّٰه قنديلي وويل چې دغه ښوونځی د ۱۰ درسي او ۲ اداري خونو په درلودلو سره د (يو ان اچ سي آر) په مالي مرسته په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي بڼه جوړ شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د باميانو والي د دغه ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې په دغه ولايت کې ورته نورې پروژې هم پلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته