کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
نن د باميانو په مرکز کې د نجونو ديوه ښوونځي ٣١ تنه زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د باميانو د پوهنې ريېس ايوب آروين د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د باميانو په مرکز کې د هزاره شيرين لېسې ٣١ تنه زده کوونکې نجونې مسمومې شوې او د باميانو ولايتي روغتون ته ولېږدولې شوې.
ده زياته کړه چې د زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او له درملنې وروسته بېرته رخصتې شوې دي.
دباميانو د پوهنې ريېس وويل ؛ تراوسه پورې د دغو نجونو دمسموميت او د مسموونکو موادو څرنګوالى معلوم نه دى. پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ