ورزش

په باميانو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ ورزشي سيالۍ ترسره شوې

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
د وسله والو ځواکونو په ملاتړ ورزشي سيالۍ پرون په باميانو کې ترسره شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ورزشي سيالۍ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د روح الله نېکپا په ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې.
خبرځاى وويل چې په دغو سياليو کې د نجونو او هلکانو په ګډون څه دپاسه ٢۵٠ ورزشکارانو له بېلابېلو فدراسيونونو څخه ګډون لاره.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د ځوانانو د ورزشي پروګرامونو مننه وکړه او ويې ويل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه د ورزشکارانو احساس او ښه درک د ځوانانو او خلکو يووالي او پيوستون ښيي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته