اقتصاد

په باميانو کې دکانونو دغير قانوني ايستلو مخنيوي

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دباميانو ولايت امنيتي منسوبينو پرون دوه تنه په غير قانوني ډول دکانونو د راايستلو  په تور ونيول .
دباميانو والي ظاهر زبير  دباختراژانس خبريال ته وويل دباميانو امنيتي ځواکونو ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند  خم کلک په سيمه کې داوسپنې دويلي کولو يوه کارخانه چې په غير قانوني ډول يې فعاليت کاوه کشف اوضبط کړه .
  زهير زياته کړه دغې کرخانې ددغه ولايت دکانونو له ډبرو، سرو زرو ، مسو او سرب ايستل او بازار ته يې وړاندې کول  .
دباميانو والي وويل ددغې پيښې په اړوند ددغې کارخانې  دوه تنه مسوولين  نيول شوي چې دغزني ولايت اوسيدونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته