امنیت

په باميانو کې دبډو په تور ديوڅارنوال نيول

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٧ :

په باميانو ولايت کې يوڅارنوال دبډي اخيستنې په تور پرون دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.

دباميانو ولايت دڅارنوالۍ دماشومانو دبرخي مسوول څارنوال عبدالاحمد کله چې ديکاولنک ولسوالۍ ديوتن اوسيدونکى دحقوقي ستونزې دحل کولو په خاطر شل زره افغاني بډي اخيستې نيول شوى دى.

دباميانو ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې ددغه څارنوال دوسيه بشپړه شوى ده اوډير ژر به محکمې ته وليږل شي .

عبدالحسين چې دغه څارنوال ته يې بډي ورکړي وي وويل زماپه لور دزبرځواکو له خوا جنسۍ تيري شوي دي  اوڅارنوال عبدالاحمد زما دلور دتيري ددوسيې دڅيړنې په خاطرله ما څخه پيسې وغوښتي ماهم پوليسو ته خبرورکړ ،هم په ماظلم شوي دي اوزمان په لور تيري شوي دي اوهم دجنايتکارانو دمحاکمې په  خاطر څارنوالۍ ته بډي ورکړم ، ولي  ؟

په همدي حال کې دباميانو والي حبيبې سرابي ژمنه وکړه چې دغه څارنوال به محاکمه شي .

دباميانو دوالي دڅرگندونوله مخې  ددغه څارنوال دنورو همکارانو دپيژندلو په خاطر دباميانو په څارنوالۍ کې  څيړ نې دوام لري .

دې له باختراژانس سره  په خبرو کې وويل چې ددغې نجلۍ دتيري دوسيه به هم په جدي توګه وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته