کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
دملي امنيت د رياست منسوبينو نن په باميانو ولايت کې دګنج موندلو يوه دستګاه کشف او ضبط کړه.
دباميانو ولايت دوالي وياند عبدالرحمن احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دملي امنيت د رياست منسوبينو د ٣٠٠ vr ترخاورو لاندې دسرو زرو ،سپينو زرو ،مس اودلرغونې آثار دتثپيتولو يوه دستګاه ده ددغه ولايت دسيفان ولسوالۍ په ساحه کې له يوه ساحوي مخابرې ،دوه آنتنونه،يو ردياب، يوه جوړه رسيور سيستم او يو چاچرکشف او ضبط کړي دي.
ده څرګنده کړه چې تراوسه پورې نه دى مشخص شوى چې دغه دستګاه په کوم هيواد کې جوړ شوې ده .
ده زياته کړه : تراوسه پورې ددغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو ددغې قضيې په باب پلټنې دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل