کابل باختر د زمري ديارلسمه :
دباميانو ولايت داصلاح دمرکز او دماشومانو دروزنې دامريت دودانۍ کار پرون ددغه ولايت په مرکز کې پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغه مرکز دودانۍ دجوړولو دکار په پرانستلو کې دعدليې وزير ډاکتر عبدالبصير انوري ، دباميانو والي محمد طاهر زهير او ددولتي ادارو يوشمير رييسانو شتون درلود .
داصلاح او دماشومانو دروزنې دغه مرکز ٧٢٠ متر مربع ځمکه کې او په دريو پوړونوکې جوړيږي چې ٤٨ خونې به ولري .
ددغه ودانۍ دجوړولو کار څه ناڅه ٢٥ مليونه افغانۍ لګښت لري چې د عدليې وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي او کار يې په اتلسو مياشتو کې بشپړيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ