کابل باختر دوري اوه ويشتمه
په باميانو ولايت کې څلويښتو تنو معلولينو حرفوي زده کړي وکړې . دغه کسان د شهيدانو معلولينوکار او ټولنيزو چارو درياست دښوونکو له خوا په پنځو مياشتوکې دخياطي او دموټر سايکل دترميمولو په برخه کې وروزل شول .
دباميانو ولايت دکار او ټولنيزو چارورييس سيد رضا قاسمي باختر اژانس ته وويل چې دغه پروګرام معلولينو ته دکار دزمينو دبرابرولو او په خپلو پښو دهغوي د درولو په خاطر پيل شوي وو .
قاسمي وويل ددغه پروګرام په پاى کې له هر يو برخه وال سره دکار دوسايلو مرسته هم شوې ده