باميان/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د باميانو ښار په لرغونو ساحوکې خپلسرکورونه پرون ويجاړ کړاى شول.
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست سيد احمدحسين احمدپور د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باميانو ښار د کلا لاه په کلي کې چې يوه لرغونې ساحه ده، هغه کورونه چې د خلکو له خوا جوړ شوي وو، د فرهنګي ماسټرپلان د کمېټې د موظف هيئت تر نظر لاندې ويجاړ شول.
ده زياته کړه چې دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست تل دتاريخي ساحو د ساتنې په خاطر هلې ځلې کوي چې په دغو ساحوکې د خپلسرو کورونو د جوړولو مخه ونيسي .
احمد پور د فرهنګي ماسټر پلان او د لرغونو ساحو د ساتنې په خاطر د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ده زياته کړه: د سيمې خلکو ته ويل شوي دي، په هغو لرغونو ساحوکې چې د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په لست کې شاملې دي، د کورونو له جوړولو څخه دې ډډه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل