امنیت

په باغ قاضي مشهور مهرالله ونيول شو

کابل باختر دلړم لومړى :
دکورنيو چارو وزارت په کابل کې د جرمي شبکو د يو ډير خطرناک سرګروپ د نيولو خبر ورکړ .
  دباختر آژانس دخبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت د وياندمرستيال نصرت رحيمي وايي: په باغ قاضي مشهور مهرالله پرون ناوخته د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې دکابل ښار د لومړۍ ناحيې د استوګنې له يو کور څخه ونيول شو .
  د رحيمي د څرګندونوله مخې: په باغ قاضي مشهور مهرالله د جرمي شبکو ډير خطرناک سرګروپ چې څو مياشتې مخکې د ناروغۍ په پلمه د څرخي پله له جيل څخه د درملنې په مقصد د افغان جرمن روغتون ته  ليږدول شوى و ، له هغه ځايه وتښتيد چې د امنيتي عملياتو په بهير کې ونيول شو .
مهرالله په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى او وايي چې د هېواد د چارو واګي د ده په لاس کې دى او هيڅ کوم بنسټ نه شي کولاى هغه بندي کړي.
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته