امنیت

په بادغیس کې چاودنې یو تن وواژه

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې پرون په چاودنه کې یو ملکي وګړى شهید شو او دوه نور يې ټپیان شول.
د بادغیس یوه پوځي مسوول باختر آژانس ته وویل چې يوه اندازه چاودېدونکي توکي په یو بایسکل کې ځای پرځای شوي وو چې د قلعه نو ښار په يوه ګڼ مېشته ساحه کې وچاودېد.
وسله وال طالبان د چاودنې عاملين بلل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې پوځیانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته