۳۳- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د بادغیس د کرنې او ابولګولو ریاست مسوولین وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د نخودو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دي.
د بادغیس د کرنې او اوبولګولو رییس عبدالتواب تایب وايي چې سږکال په بادغیس کې په دوه زرو ۹۳۵ هکتاره ځمکه کې نخود کرل شوي دي چې څه دپاسه ۷ زرو ۹۶ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
تایب زیاته کړه: تېرکال د هغو زیانونو په دلیل چې بزګرانو د وچکالۍ له امله زغملي وو، بزګرانو د نخودو د کرکیلې لپاره لږ توان درلود، له دې امله په کمو ساحو کې نخود کرل شوي وو او حاصلات یې هم کم وو، خو سږکال له نېکمرغه د مناسبې هوا او اوبو او ددغه ولایت د کرنې ریاست د فني همکاریو په دلیل په زیاتو ساحو کې نخود کرل شوي او حاصلات يې هم زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ تېرکال په دغه ولایت کې په یو زرو ۹۹۹ هکتاره ځمکه کې نخود کرل شوي وو چې ۴ زرو ۹۹۷ ټنه نخود ترلاسه شول چې دا د تېرکال په پرتله د کرکیلې ساحې او د ترلاسه شویو حاصلاتو د زیاتوالي ښکارندوی دی.
پای/ع
8 1 دقیقه لوستل