په بادغيس کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
امنيتي ځواکونو تېره شپه په بادغيس کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول.
د بادغيس والي حسام الدين شمس باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له څو لوریو قلعه نوښار ته څېرمه پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نور يې ټپيان شول.
هغه په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو د سر زيان په اړه څه ونه ويل، خو ويې ويل چې د وسله والو طالبانو د هاوان ګولۍ د لګيدو له امله دوه ملکيان وژل شوي دي.
ختم-ج-ا