په بادغيس کې څلورسوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې
کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې ٤٠٠ بې وزلو کورنيو ته د ملي دسترخوان له پروګرام څخه خوراکي توکي وويشل شول.
د بادغيس د ولسي تړون ولايتي مدير محمد هارون انيس باختراژانس ته وويل په دغومرستو کې وريجې ، غوړي، او لوبيا شته چې د تل خشک ، توره شيخ،او د بابي په کليو کې په بې وزلو کورنيو وويشل شول.
هغه وويل چې د بادغيس په نورو ولسواليوکې هم د دغومرستو د ويش بهير دوام کوي.
ختم_ ج _ا