امنیت

په بادغيس کې په يوې پوستې د طالبانو بريد

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په بادغيس ولايت کې تيره شپه دوسله والو طالبانو په بريد کې يو پوليس شهيد او يو بل پوليس ټپي شو .
د بادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ ضيا اکازي دباختر آژانس خبريال ته وويل: طالبانو په امنيتي پوستو وسله وال بريدونه وکړل او غوښتل يې دغه پوستې ونيسي چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې له امله يې يو پوليس شهيد او يوبل پوليس ټپي شو .
اکازي زياته کړه: په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته