امنیت

په بادغيس کې د څلورو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ ٦مه
څلور وسله وال طالبان تېره شپه  دبادغيس په غورماچ  ولسوالۍ کې د پوځيانو په ځوابي بريد کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل، چې ياد هوايي بريد د دغې ولسوالۍ  په شهزاده  کلي کې شوى د‌ى.
سرچينه زياتوي، چې په دغه بريد کې ملاقدوس ،  ملاغفار او ملا جبار له يو بل طالب  سره ووژل شول او پنځه نور  طالبان سخت ټپيان شول.
ويل کيږي  په دې هوايي بريد کې د دښمن تجهيزات او ليږدونکي وسايط هم له منځه تللي دي .
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته