امنیت

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د بادغيس سيمه ييز مسوولين وايي، چې د دغه ولايت  په ابکمري  ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو او پټنځايونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوه جګپوړي قوماندان په ګډون څلور تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل،  چې دغه هوايي بريد نن سهار هغه وخت ترسره شوى چې د طالبانو يو مهم قوماندان ملا سيف الدين له خپلو ملګروسره د يولړ  پروګرامونو په پلان جوړولو بوخت و.
هغه وويل ، چې په  بريد کې د يوه  قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته