ټولنه

په بادغيس کې دکرنې او مالدارۍ دلومړيو ټولنو جوړول .

کابل باختر د ليندي اوومه :
په بادغيس کې  دکرنې او مالدارۍ  درې ټولنې جوړې شوې .
دبادغيس ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست  دکرنې آمر  عبدالعليم ساجد  دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې دا دکرنې اومالدارۍ  لومړى ټولنې دي  چې  په بادغيس کې  دکرنې او مالداري  دچارو دحالت دښه والي  او د کروندګرو اومالدارانو دحقوقو دتامينولو په مقصد  جوړې شوي دي .
  ده زياته کړه  چې په دغو ټولنو کې د شاتو دمچيو  روزونکي ،  دبزغليو  روزونکي او  د زعفرانو کروندګر غړيتوب لري او هغوى  د خپل فعاليت  جواز ليکونه  دبادغيس ولايت دکرنې او اوبو لګولو له رياست څخه  ترلاسه کړل .
  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته