په بادغيس کې ديوه محافظتي ديوال دجوړولو کار بشپړ شو
قلعه باختردکب دمياشتې٢٩ نيټه :
د بادغيس ولايت په قلعه نو کې پرون د يوه محافظتي ديوال د جوړولو کار بشپړ شو.
د بادغيس ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجينر بختيار الکوزي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه محافظتي ديوال د شپږ سوه مترو په اوږدوالي او د څلورو مترو په لوړوالي د١٢ ميليونو افغانيو په لګښت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د دغه ولايت دقلعه ښار د سيند جنوب ته په چاکرانو کلي کي جوړ شوى دى.
دغه ديوال له سيلاونو څخه د لوړو زده کړو د موسسې د ودانۍ د ساتنې په موخه جوړ شوى دى. پاى عطاالله ذ