په بادغيس کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
پوليسو  په بادغيس ولايت کې ددوو تنو مړي ترلاسه کړي دي .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  شرف الدين شرف باختراژانس  ته وويل، دترسره  شويو تحقيقاتو له مخې، دغه دوه تنه پرون مازيګر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي وو .
ده زياته کړه: دغه پيښه  په هغې سيمه کې رامنځته شوې ده چې کله ناکله وسله وال طالبان پکې ليدل کيږي خو پوليسو ددغې پيښې دڅرنګوالي اودقاتلانو دپيژندلو لپاره تحقيقات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته