امنیت

په بادغيس کې دطالبانو بريدونه زيات شوي دي.

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دبادغيس ولايت دپوليسو مسوولينو وويل چې په دغه ولايت کې دوسله  والو طالبانو بريدونه  زيات شوي دي .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني دباختراژانس سيمه ئيز  خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې ميشت دهېواد امنيتي اودفاعي ځواکونه ددغه ولايت او دخلکو دامنيت دتامينولو  او دفاع وړتيا لري او وسله وال طالبان ددولت ترادارې لاندې سيمودنيولو وړتيا نه لري .
له بله پلوه دبادغيس  دولايتي شورا مرستيال عبدالله افضلي  وويل چې ددغه ولايت خلک له دولت څخه غوښتنه کوي چې ددغه ولايت په اړوندو ولسواليو کې دامنيت دتامينولو په خاطر چاڼيز عمليات ترسره کړي
ويل شوي دي چې پرون په قادس ولسوالۍ دوسله والو طالبانو دبريد په بهير کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته