ټولنه

په بادغيس کې دشاتو دمچانو روزنه وده کړې ده

٣_ کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٠ :
دبادغيس ولايت مسوولينو  او دشاتو مچيو روزونکو په دغه ولايت کې دشاتو
دمچانو دروزنې په  ودې ټينګار کړى دى.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې  وه  دولايت مرستيال او دنورو
دولتي ادارو  مسوولينو  په دغه ولايت کې  دشاتو دمچيو دروزنې په  برخه کې دهمکاريو   ژمنه  وکړه .
هرکا ل په دغه ولايت کې څه  ناڅه  اووه زره کيلوګرامه شات ترلاسه کيږي چې  په سلو کې پنځوس يې نورو ولايتونو ته صادريږي.
دبادغيس ولايت دکرنې مسوولين او دمچانو دروزنې مسوولين په دغه ولايت کې دمچانو دروزنې لپاره زمينه برابره بولي .
په بادغيس ولايت کې دمچانو دروزونکو ټولنه  جوړه شوې ده او دمچانو دروزونکو دپوهاوي  دکچې دلوړولو په خاطر يې روزنيز پروګرامونه ترسره کړي دي.
دمچانو دروزنې کار او بار په وروستيو کلونو کې په بادغيس ولايت کې ښه وده کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته