په بادغيس کې بېځايه شويوکورنيو مرستې ترلاسه کړې

٤٤- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د اې او ام موسسې په بادغيس کې له ١٧٠بېځايه شويو کورنيو سره نن د نغدو پيسو اود ژمنيو جامو مرسته وکړه .
د بادغيس د مهاجرينو د راستنولو د چارو د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د اې او ام مرستندويه موسسه په هرې کورنۍ پنځلس زره درې سوه پنځوس افغانۍ نغدې پيسې ، درې شړۍ او ژمني جامې وويشلې .
هغه وويل چې د دغو مرستو لړۍ دوام لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته